ټرمپ: په ایران کې د نوي مشرتابه د موندلو وخت راغلی

۱۸ دقیقې وړاندې


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب د ايران په اړه په خپلو وروستيو څرګندونو کې د ايران د روحاني مشر علی خامنه ای د ۳۷ کلنۍ واکمنۍ د پایته رسولو غوښتنه کړې ده.


نوموړي د شنبې په ورځ له پولېټېکو رسنۍ سره په مرکه، وویل، "اوس د ايران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی".


ډونلډ ټرمپ ویلي، ایت الله علی خامنه ای د "خپل هېواد د بشپړ ویجاړولو" مسئول دی.

کارل مارکس څوک و او څه وړاندوینې یې کړې؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, نور محمد سعیددنده, بي بي سي۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴


''د مارچ پر ۱۴مه ماسپښین پنځلس کم درې بجې د نړۍ یوه خورا ستر ذهن فکر کول پرېښودل''


دا په خپل وخت کې د نړۍ د یوه خورا مهم مفکر فریډریش اینګلز خبره ده، چې د ۱۸۸۳ کال د مارچ پر ۱۴مه یې د خپل دوست او همفکره ملګري کارل مارکس پر مړینه وکړه.


کارل مارکس څوک و او څه ډول فکرونه یې درلودل؟ ولې یې له مړینې ۱۴۱ کاله وروسته هم د مخالفت او تائید په هکله بحثونه کېږي؟ په دې لیکنه کې ورته لنډه کتنه شوې.

فرانسوي چارواکي وايي، کالې کې ځنګل نومي کمپ نه یې ټول کډوال ایستلي دي

۵ لړم ۱۳۹۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۶


فرانسه وايي، په بندري ښارګوټي کالې کې یې له ځنګل نومي کمپ نه د کډوالو ایستلو بهیر بشپړ کړی دی. فرانسې د دغه کمپ ویجاړولو عملیات درې ورځې مخکې پیل کړي و.


یوې ځايي چارواکې دغه اعلان داسې مهال کړی، چې په کمپ کې شپې مهال لګېدلي اورونه اوس هم لیدل کېږي.


په دغه کمپ کې مېشت اکثر کډوال بریتانیا ته د تلو لپاره لیوال وو او له همدې کبله دغه کمپ په اروپا کې د کډوالو بحران پر یوه سمبول بدل شوی و.

آلمان کې د داعش ملاتړي ته درې کلنه د بند سزا

آلمان کې د برلين عالي محکمې د «اسلامي دولت» یا (داعش) د ملاتړ په تور يو کس د ځوانانو د بند په درې کلنې سزا محکوم کړی دی. د برلین د دغې محکمې د جمعې د ورځې (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۶مه) د اعلاميې له مخې، د دولت د امنيت څانګې محکمې چيچنی اخماد ا. د يوې سختې دولت‌ ګواښونکې تاوتريخجنې کړنې د ترسره کولو د تيارۍ او د يوې ترهګرې ټولنې د ملاتړ په ګډون په بېلابېلو تورونو مجرم وباله. د محکمې د دوسیې د معلوماتو له مخې اخماد ا. د جرم پر مهال ۱۸ کلن و. 

ولې پاکستان هلته زېږیدلو افغانانو ته تابعیت نه ورکوي؟

۲۱ دقیقې وړاندې


د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون نوي مشر محمود خان اڅکزي په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په تړاو د پاکستان د حکومتونو تګلارې ننګولي دي.


ښاغلي اڅکزي چې د جمعې پر ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې له افغانستان سره د اړیکو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل " د پاکستان له حکمرانانو غټه ګیله دا ده چې دوی د حکومتوالۍ په داسې ناسمو تګلارو روان دي چې دوښمني پیدا کوي."

امريکايي استازي: «ګرینلېنډ د ډنمارک برخه ده»

په ډنمارک او ګرینلېنډ کې د پلان شويو لاريونونو تر مخه، د امريکا د دواړو ګوندونو يو پلاوي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۷مه) د ډنمارک په کوپنهاګن کې په يوه خبري غونډه کې يو ځل بيا د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه غوښتنې مخالفت څرګند کړ چې غواړي د شمالي قطب دغه ټاپو تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د متحده ایالاتو ديموکرات سناتور کرس کوونز وويل: «ګرینلېنډ د ډنمارک برخه ده. ډنمارک زموږ د ناټو متحد دی.» هغه زياته کړه: «زما په نظر بايد دا بحث همدلته پای ته ورسېږي.»

د ایران روحاني مشر په لومړي ځل ومنله چې په احتجاجونو کې زرګونه کسان وژل شوي

۲۱ دقیقې وړاندې


د ایران روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای ادعا کوي چې، د ده له نظره د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د ایران په وروستیو دولت ضد احتجاجونو کې د لاس لرلو له کبله "مجرم" دی.


خامنه ای نن شنبه (د جنورۍ ۱۷مه) د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ولسمشر په احتجاجونو کې د اوښتې "د مرګژوبلې، زیانونو او د ایران د ملت تورنولو له کبله مجرم ګڼي."

ایا د کولمو روغتیا زموږ پر زړښت اغېز لري؟

د مطلب په اړه جزییات
Author, هیو پِمدنده, د روغتیايي رپوټوڼو مسوول مدیر۲۳ دقیقې وړاندې


په داسې حال کې چې د روغتیا په تېره بیا د کولمو او هاضمې په اړه د مطالبو کتلو او لوستلو لېوالتیا ډېره شوې موږ دلته د کولمو د روغتیا په اړه وروستیو څیړنو ته اشاره کوو.


همدې لېوالتیا ته په کتو به مو لېدلي وي چې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر اغېزناک یا نفوذ لرونکي کسان د روغتیا لپاره د رنګا رنګ ویټامینونو، منرالونو، نسخو او یا نورو عادتونو په اړه غږېږي او اعلانونه کوي.

د ټرمپ د غزې 'سولې بورډ' کې څوک څوک شامل دي؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, کلیېر کیناندنده, بي‌‌بي‌سي نیوز۲۹ دقیقې وړاندې


سپینې ماڼۍ د غزې لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې د 'سولې بورډ' د غړو نومونه خپاره کړي دي.


د دغه بورډ مشري پخپله ډونلډ ټرمپ کوي او د هغو فلسطیني تیکنوکراتانو کار به څاري چې د غزې بیارغونې او په لنډمهاله توګه د مدیریت دنده پر غاړه لري.


د سپینې ماڼۍ په وینا، د سولې د دغه بورډ هر غړی به د یو لړ چارو مسوولیت ولري چې "په غزه کې د ثبات ټینکښت لپاره خورا مهمې دي."

محکمې مينيسوټا کې د احتجاج کوونکو حقونه پياوړي کړل

په امريکا متحده ايالاتو کې يوې فدرالي محکمې د مينيسوټا په مينياپولس ښار کې د کډوالۍ او ګمرکاتو د پلي کولو ادارې (ICE) پر ضد د سوله ييزو مظاهرو پر مهال د زور کارول او بې دليله نيونې محدودې کړي او ويلي يې دي چې سوله ييز لاريون کوونکي او

راپور: ايران کې تر ۳۰۰۰ زيات کسان وژل شوي

په ايران کې تر پراخو لاریونونو وروسته د اوضاع په هکله او په لاریونونو کې د اعتراض کوونکو د وژل کیدو د شمیر په هکله زيات خبرونه خپاره شوي، خو د ځينو دغو معلوماتو خپلواکه تصديق کول ممکن نه دي.

په دې ترڅ کې د شنبې په سهار (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۷مه) د بشري حقونو يوې ډلې راپور ورکړ چې په ټول ایران کې د لاريونونو پر مهال د وژل شوو کسانو شمېر تر ۳۰۰۰ اوښتی دی. په امريکا کې د HRANA په نوم دغه سازمان د شنبې په ورځ وويل چې د ۳۰۹۰ کسانو د وژل کېدو تصديق ترلاسه کړی. د دغه سازمان په وينا په وژل شویو کې ۲۸۸۵ لاريون کوونکي هم شامل دي.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په خاران کې یې ۱۲ وسله وال وژلي دي

۲۴ دقیقې وړاندې


د پاکستاني پوځ عامه اړیکو اداره (ای اېس پي ار) وايي، پوځیانو د بلوچستان په خاران سیمه کې هغه ۱۲ وسله وال وژلي، چې دوی یې د ''فتنه الهندوستان'' په نامه یادوي.


تېره ورځ رپوټونو کې ویل شوي و، چې ګڼ شمېر وسله والو د خاران په مرکز کې د پولیسو پر مرکز برید کړی، بندیان یې له ځان سره بیولي او بانکونو ته یې زیان اړولی.

افغانۍ څه ډول باثباته شوه؟

د مطلب په اړه جزییاتAuthor, د بي بي سي حقیقت موندنې څانګه۲۱ دقیقې وړاندې


افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي.


موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.

د کولمبیا امازون ځنګل کې غورځېدلې الوتکه؛ ۴ ماشومان ۴۰ ورځې وروسته ژوندي وموندل شول

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲ - ۱۰ جون ۲۰۲۳


د کولمبیا په امازون ځنګله کې ۴ ماشومان د یوې الوتکې له غورځېدو شاوخوا ۴۰ ورځې وروسته ژوندي موندل شوي دي.‌


په دوی کې تر ټولو مشر ۱۳ او کوچنی یو کلن دی. پاتې دوه نهه او څلور کاله عمر لري.


د دوی لېږدونکې کوچنۍ الوتکه د مې میاشتې په لومړۍ نېټه غورځېدلې وه، چې دوه پیلوټان او مور یې پکې وژل شوي وو.


تر پېښې وروسته د پوځ لسګونو سرتېرو او ځايي اوسېدونکو د دغو ماشومانو لټون کاوه.

غزه کې دوه نیمې لسیزې وروسته د ګوزڼ لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴


د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ پر بنسټ غزه کې یوه لسن کلنه ماشومه ګوزڼ زیانمنه کړې او فلج شوې ده.


ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې چې دلته په تېرو ۲۵ کالونو کې د ګوزن (پولیو) کومه پېښه نده لېدل شوې خو په غزه کې له تېرو ۱۱ میاشتو پرلپسې جګړو وروسته دې لومړۍ پېښې د ډېرو پام ځانته اړولی دی.


تېره جون میاشت کې چې کله غزه کې اوبه معاینه شوې وې نو پکې د سر دوه پولیو ویروس لیدل شوې وو او تازه پکې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې.

ټرمپ د ایران له مشرتابه د ''احتجاجیانو نه اعدامولو'' له امله مننه وکړه

۳۵ دقیقې وړاندې


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران له مشرانو د هغه څه له امله مننه کړې چې ده ورته ''له ۸۰۰ د زیاتو کسانو د اعدام حکم لغو کېدل'' ویلي دي.


نوموړي د جمعې په ماښام، پر ټولنیزه شبکه ''ټروت سوشیال'' ولیکل:


''زه دې واقعیت ته ډېر درناوی کوم چې ټول هغه پلان شوي اعدامونه چې ټاکل شوې وه پرون ترسره شي (چې له ۸۰۰ زیات وو)، د ایران د مشرتابه له خوا لغو شول. مننه!

شکر ناروغي څه ده او څنګه ترې بچېدلی شو؟

۲۳ لړم ۱۳۹۷ - ۱۴ نومبر ۲۰۱۸


شکر له ژوند سرته تړلې ناروغي چې هر کال لکونه خلک وژني او هر څوک نیولی شي.


دا ناروغي هغه وخت پیدا کېږي چې د یو انسان بدن شکر یا ګلکوز حلولی او وینې سره یو ځایولی نه شي.


د دې ناروغۍ له امله د زړه حملې، پلج، ړوندوالي، د ګوردو یا پښتورګو له کار غورځېدلو او د پښو د پرې کېدو وېره شته.


شکر زیاتېدونکې ناروغي ده او یوه شمېره وايي، دا مهال نړۍ کې څلور سوه دوه ویشت میلیونه او دوه لکه خلک دې ناروغۍ نیولي ده.

امریکایي قانون جوړوونکي د ګرینلنډ په اړه بحث لپاره ډنمارک ته تللي

د امریکايی قانون جوړونکو یوه ډله به د جمعې

امریکا پر سویلي افریقا د ایران سره د ګډو تمریناتو له کبله نیوکه وکړه

امریکا پر سویلي افریقا نیوکه کوي چې ایراني جنګي بېړیو ته یې اجازه ورکړې چې ددوی په سمندري ساحه کې پوځي ازموینې ترسره کړي. دا پداسې حال کې ده چې تهران په ظالمانه بڼه د مظاهره‌کونکو ځپلو ته دوام ورکوي. ...

د امریکا سنا د 'وینزویلا د جګړې د واک'  پریکړه لیک رد کړ؛ وینس پرېکړه ...

د امریکا سنا د هغې جګړې د واک د پریکړه لیک له تصویب سره مخالفت وکړ چې موخه یې په وینزویلا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک محدودول او د ونیزویلا د هېواد پر ضد د نورو بریدونو د توان راکمول و. ...